IQNA

 د وحي په ټاټوبي کې د  نور قرآني کاروان د محفلونو ولوله او پرتم 

7:58 - June 10, 2024
د خبر لمبر: 3489353
ایکنا – په مسجد الحرام او مدینةالنبی کې په حاجیانو د ایران د نور قرآني کاروان د قرآني محفلونو ځوږ ولوله او انګیزه راپورته کړې ده او په پراخ  ډول ئې هرکلی کیږي.

ایکنانیوز راپور راکوي،د  نور کاروان په نامې سره د ۱۴۰۳لمریزکال  حج تمتع ته د ایران داسلامی جمهوریت  د لیږل شوي قرآني کاروان غړي سږکال د وری د میاشتې په وروستیو کې د قرآن کریم د قاریانو د بلونکي او لیږدونکي کمیټې له خوا معلوم شوي او د غواي د میاشتې له ۲۶نیټې څخه د وحي ټاټوبی ته لیږل شوي دي.

یوه هغه مهمه برخه چ ې  په ځانګړي بڼه  د قرآني کاروان له خوا ترسره کیږي، د معرفت اوانس  محفلونه دي. دغه محفلونه ، دنور قرآنی  کاروان د قاریانو په مجلسي تلاؤت سره  پيلیږی او  په پنځو نوبتونو کې ، د حاجیانو په شتون سره ترسره کیږی ؛ همداراز د محفلونو ډیری وینا وال  د قریانو له خوا د تلاؤت شوي آیتونو په اساس ویناوې کوي.

ایکنانیوز  په دې اړه یو انځوریز راپور هم برابر کړی او ستاسو خدمت ته ئې وړاندې کوي.  

 

https://iqna.ir/fa/news/4220323

captcha